زُوکام او د مړینې کچه

comments 0

0 Views

یوه نوې څیړنه وایی چې د زُوکام ناروغي په کلنۍ ډول په امریکا کې د لسګونه زرو خلکو ژوند ګواښي.
د اسوشیتدپرس اژانس د خبر تر مخه؛ د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي ادارې ویلي؛ په وروستیو کلونو کې د زکام او ور سره تړلیو میکروبونو له کبله په امریکا کې هرکال د ۱۲۰۰۰ او ۵۶۰۰۰ ترمنځ کسان مړه کیدل، خو دا شمیر تیرکال په حیرانونکې توګه وړاندې لاړ او ۸۰ زره کسان یواځې همدې ناروغۍ ووژل.
یاده اداره دغه راز وایي، په اوسط ډول په نړۍ کې هرکال ۶۰۰ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مري، چې زیاتره یې په هغو بیوزله هیوادونو کې دي چې امکانات یې کم دي.
امریکایي روغتیاپالانو ویلي،سږکال په پام کې لري چې د دې وژونکې ناروغۍ د کنترول او مخنیوي لپاره په پراخه کچه د واکسین پروګرام پیل کړي.
باید وویل شي چې په امریکا کې د زکام موسم هرکال په ژمي کې د سپتمبر له میاشتې پیلیږي او تر فبروري پورې روان وي.

Share this page to Telegram

Comments