زور واکي ممنوع الخروج اعلانیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کسان چې لسګونه میله غیر قانوني وسله لري، خبر ورکول کېږي چې ۲۴ ساعتونو کې ځان کورنیو چارو وزارت ته تسلیم کړي.
هغه کسان چې غیر قانوني وسلې لري د ۱۶ کسانو نوملړ یې څو ورځې وړاندې خپور شو.
کورنیو چارو وزارت ویلي، که دغه کسان حساب کتاب ته حاضر نه شي، له افغانستانه به ممنوع الخروج اعلان او پانګې به یې کنګل شي.
دغه وزارت ویلي، دغه ګام یې د خلکو په غوښتنه د هغوی د رواني امنیت د ټینګښت په موخه پورته کړی دی.
له دې امر سره سم د ښار بېلا بېلو سیمو کې د پولیسو څار ډېر شوی او سرغړوونکي به د قانون منګولو ته سپاري.
له دې سره کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو له مسؤولینو پرته نور هېڅوک هم نیمه درنې وسلې چې راکټ، پیکا او دهشکه پکې راځي، د خپل ځان ساتلو په موخه نه په ښارونو کې لېږدولی شي او نه یې هم په کورونو کې کارولی شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments