زور واکو ښار چاپيریال ککړ کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل والي وايي، کابل ښاروالۍ او د ولسي جرګې ځینو غړو د کابل ښار چاپیریال ککړ کړی او د څښاک اوبه یې چټلې کړي دي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي، د ښاروالۍ او وکیلانو د سرغړونو په تړاو یې اسناد برابر کړي او عدلیي او قضایي ارګانونو ته به یې وروپېژني.
د حیدري په خبره، د کابل په ده سبز کې د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد بټیو چاپيریال ککړ کړی او هیڅ ډول پام ورته نه دی شوی.
حیدري دغه راز وایي، د کابل په پلچرخي کې ملا تره خیل د کرش ماشینونو هم چاپيریال ککړ کړی او ګټه یې دولت ته نه بلکې یواځې یو کس ته ځي.
مسؤلین وایي، په کابل ښار کې د ورځې څلور ټنه پلاستیک په مختلفو بڼو مصرفېږي چې د څښاک اوبه او هوا یې خرابه کړې ده.
د چاپيریال ساتنې په تړاو جوړې شوې ناسته کې له خلکو غوښتنه شوې چې د یو ځل مصرف توکو او پلاستیک پرځای دې د ټوټې او کاغذي کڅوړو څخه استفاده وشي چې ژر له منځه ځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments