“زور تاسې سره دی، خدای موږ سره دی”؛ د ملا برادر او پومپیو د عکس په اړه د خواجه اصف ټویټ

comments 0

9 Views

هندوکش ـــ پاکستان: د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو پرانستې مراسمو په څنډه کې ملا برادر او مایک پمپیو سره وکتل
د پاکستان د پخواني دفاع وزیر خواجه محمد اصف هغه ټویټ چې طالبان یې په کې ستایلي ناندریز شوی، او ځینو پرې سختې نیوکې کړي دي.د پاکستان یوه اوسني وزیر هم په دې اړه پر ټویټر پاڼه لیکلي چې “حق وګټله”.
ښاغلي اصف پر ټویټر د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادری او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د کتنې انځور خپور کړی او ورته یې لیکلي: “زور تاسې سره دی خدای موږ سره دی، الله اکبر ”
له دې سره همدغه عکس پر خواله رسنیو د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مالک جاوېد اپريدي، د پاکستان یوه اوسني وزیر علي محمد خان او ځينو نورو هم ددې لپاره خپور کړی، چې د دوی په خبره څه ډول طالبانو د امریکا په څېر “زبرځواک ته ماتې ” ورکړه.
که څه هم ځينو ددغو کسانو تر همدې عکس لاندې دوی ستایلي، خو ډېرو پرې سختې نیوکې کړې دي.
تر ټولو زیاتې نیوکې پر سیاستوال خواجه اصف شوي دي، چې ورباندې یو شمېر پاکستانيو سیاستوالو، فعالانو، خبریالانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو کړي دي.
خواجه اصف ته پاکستانۍ فعالې ګل بخاري د همدې ټویټ په ځواب کې لیکلي :”خواجه صاحب! د بیا لپاره مرستې هم له دې خدای والو غواړه”.
د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر د دې ټویټ په ځواب کې لیکلي چې دا کس چې تاسې وايئ “خدای ورسره دی په پاکستاني زندان کې ربړول شوی دا هغه مهال وو چې ته ددفاع وزیر وې”
وحید عمر وړاندې خواجه اصف ته په خطاب کې لیکلي ” کله چې ته د دفاع وزیر وې پاکستاني طالبانو په ارمي پبلک ښوونځي کې ۱۴۰ ماشومان ووژل، آیا له هغوی سره هم خدای وو؟ آیا د دفاع د وزیر د میز له شا دې د الله اکبر ناره وکړه؟
افغان خبریال او فعال ویس بارکزي د خواجه اصف له دې بیان سره لیکلي “د ترهګرو او پاکستان سره بېلول ناممکنه کار دی”.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ښاغلي اصف ته ددې ټویټ په ځواب کې لیکلي، چې هغه پاکستان چې د همدې طالبانو پر سر له امریکا ډالر واخیستل، هغه د چا وو. ؛او “ریاست چې تر ننه کوم ډالر واخیستل، هغه د چا وو؟”.
د یاد غورځنګ یوه بل مشر محسن دوړ بیا د همدې ټویټ په اړه لیکلي، چې “خدای نه ظلم کوي او نه هم د ظالمانو په خوا دی”.
له دې سره همدا عکس په پاکستان کې ګڼو طالب پلوه کسانو او نورو سیاستوالو هم پر خواله رسنیو پر خپلو پاڼو خپور کړی او طالبان يې ستایلي دي.
د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مالک جاوېد اپريدي بیا پر خپله فیس بوک پاڼه همدا عکس خپور کړی او د سیاستوال خواجه اصف همدغه خبرې يې ورسرې لیکلې دي.
که څه هم پر ښاغلي اپريدي تر نیوکو وروسته نوموړي بېرته دغه عکس له خپلې پاڼې لرې کړی، خو سیاستوال خواجه اصف چې تر ټولو زیاتې نیوکې پرې شوي دي، لايې هم دغه بیان لرې کړی نه دی.
له دې سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه سیاستوال او اوسني وزیر علي محمد خان هم د ملا برادر او مایک پمپیو همدا عکس خپور کړی او لیکلي یې دي، چې “حق وګټله”.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments