زلمې خلیل زاد د افغان سولې خپلمنځي خبرو په موخه دوحې ته ورسیده

comments 0

19 Views

هندوکش – امریکا: امریکا وایي افغان چارواکي دې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته سفر کړی دی چې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لپاره کار وکړي.
سرچینه وایي امریکا هڅه کوي چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي، ځکه افغانان له جګړو ستړي شوي دي او دا یې غوښتنه ده چې تاوتریخوالی دې کم کړل شي.
امریکا دغه راز پر افغان سیاسیونو هم غږ کړی دی چې د سولې لپاره دې رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي او ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments