زلمی خلیلزاد: د طالبان بندیانو د خوشي کیدو په اړه د ولسمشر فرمان حسن نیت دی اوس طالبانو ته پکار ده تاوتریخوالی راکم کړي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد له طلوع نیوز سره د یوې تازه مرکې په ترڅ کې د افغان حکومت د هغه فرمان ستاینه کړې چې له مخې به یې ۱۵۰۰ طالب بندیان ازاد او په افغانستان کې جګړه د پام وړ را کم شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد له طلوع نیوز ټلویزیون سره د یوې تازه مرکې پر مهال وویل چې د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د افغان حکومت او امریکا تر منځ هېڅ معامله نده شوې، او دی د افغان حکومت دغه حسن نیت ستایي او له طالبانو غواړي تاوتریخوالی کم او له افغان حکومت سره مخامخ خبروته چمتو شي.
زلمی خلیلزاد وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغان حکومت د هغه حسن نیت پر ضد چې د طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان یې ورکړو، داسې تبلیغات وشول، چې ګویا افغان حکومت ټاکل شوې سرې کرښې ماتې او د طالب بندیانو د خلاصون فرمان یې صادر کړو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments