زلمي خلیل زاد افغان پوځیانو سره له نږدې ولیدل

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي له افغان پوځيانو او د پوځ له یو شمېر ټپیانو سره یې له نږدې کتلي دي.
دده په وینا له دوی سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي او دغه پوځيانو یې د سولې له هڅو هرکلی کړی دی.
خلیلزاد وایي د افغانستان لپاره د افغان ځواکونو وفاداري او زړورتیا حد نه لري او دوی د خپل هېواد لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي. زلمي خلیلزاد د روند سبز پر دفتر د تېرې ورځې برید هم په کلکو ټکو غندلی دی.
دده په وینا ددغه ډول ترهګریزو بریدونو عاملین باید محاکمې ته راکش کړل شي او حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments