زلمي خلیلزاد د پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي

comments 0

18 Views

هندوکش ـ پاکستان: خلیلزاد په افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره غږېدلی
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر افغان سوله د پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.
زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځ جنرال قمر جاوېد باجوه سره په فغان سوله او سیمه ییز امنیت خبرې کړې دي. دواړو لوریو په ځینو نورو مسایلو هم خبرې کړې دي.
خلیلزاد له تېرو دوو ورځو را هیسې په تازه سفرونو کې د ځینو هېوادونو ته د افغانستان پر سوله او بین الافغاني خبرو د پیل کېدو او په هغو کې د سیمه ییز اجماع د را منځته کېدو په نیت د یادو شویو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره خبرو کولو ته تللی دی.
تېره ورځ قطر کې د طالب مشرانو له استازو سره تر خبرو کولو وروسته زلمی خلیلزاد هند ته تللی ؤ او یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جي شېنکر او د امنیت شورا له سلاکار اجیت دووال سره یې کتلي دي.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په هکله هر اړخیزې خبرې کړې دي. دواړو لوریو ژمنه کړې ده، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به خپله ونډه او رول ادا کوي.
خلیلزاد د افغانستان سولې په هکله تازه معلومات هندي چارواکو سره شریک کړي دي،
دوی هم په ورسره ژمنه کړې چې افغانانو مشرۍ لاندې هر ډول همکاریو او مرستو ته چمتو یو.
تر دې وړاندې خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو په باب خبرې کړې وې او ورته ویلي یې دي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید وسلوال طالبان خپل تاوتریخوالی راکم کړي او له امریکا سره د سولې په تر سره شوي تړون خپلو ژمنو باندې ودرېږي.
خلیلزاد په خپل یوه ټویټ کې ویلي وو، چې له ملا برادر سره یې له کرونا ویروس سره د ښې مبارزې په موخه د تاوتریخوالي په کمولو او د بندیانو د چټکې تبادلې او په بین الافغاني مذاکراتو خبرې اترې کړې.
د تاوتریخوالي د کمولو خبرې داسې مهال بیا را برسېرنې کېږي چې تازه وسلوالو طالبانو خوست امنیه قومندان په شهادت رسولی دی. د شنونکو په وینا امریکا هم هڅه کوي په سیمه کې د افغان سولې لپاره سیاسي موازنه را منځته کړي او په دې توګه له پاکستان هغه کرېډېټ پرې کړي چې تل یې په افغان سوله باندې د اخیستلو هڅه کوي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments