زرمت کې پر طالبانو بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په دوو جلا هوایي بریدونو کې پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې دغه هوایي بریدونه پرون ناوخته د زرمت په جانک خیلو سیمه کې پر وسله والو شوي چې د یادې مرګ ژوبلې تر څنګ یو شمیر وسلې هم له منځه تللي دي .
د تبسم په خبره، په یادو سیمو کې د حقاني شبکې فعال غړي شته چې ډیره کله په هوایي بریدونو کې په نخښه کیږي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *