زرمت کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا زرمت ولسوالۍ اړوند سرې کلا سیمه کې پولیسو سره نښتو کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، دغه نښته تیره شپه شوې ده.
کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د طالبانو دوه موټر سایکلونه، مخابرې او یوه اندازه نور مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
طالبانو غوښتل دې سیمه کې ګډوډي رامنځ ته کړي خو د سر په بیه یې تمام شول.
زرمت کې طالبان د ډله ییزو بریدونو توان نه لري او یواځې د ګډوډيو هڅه کوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments