زرمت کې بیا پر طالبانو بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: پکتیا کې د طالبانو دوو لوړ پوړو چارواکو په ګډون شپږ ویشت طالبان وژل شوي دي.
د دوه سوه درې تندر قول اردو له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د وژل شویو طالبانو په ډله کې یو یې نظامي مسول او یو یې هم قاضی دی.
د سرچېنې په لیکنه د طالبانو دا غړي زرمت ولسوالۍ کې د افغان او امریکايي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.
سرچېنې د طالبانو د نظامي مسول نوم ملا داوود او د قاضي ملا اختر غني ښودلی دی.
خپرپاڼه کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ په اړه څه نه دي ویلي.
طالب ویاند ذبیح ا لله مجاهد بیا منلې چې دغو عملیاتو کې د دوی یو سرګروپ ، درې نور وسله وال او درې ملکي وګړي هم وژل شوي .
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments