زبیر: پرله پسې پنځه کاله طالب قوماندانو په زور را څخه جنسي استفاده کړې ده / جلال الدین حقیار

comments 0

0 Views

د یو نولس کلن ځوان د ژوند ترخه کیسه
هندوکش ـــ کابل: هندوکش خبري اژانس د یو نولس کلن هلک داسې غږیز کلېپ تر لاسه کړی چې د خپل ژوند ترخې تجربې یې پکې بیان کړي دي، دغه هلک ځان زبیر معرفي کوي او وایې چې دیارلس کلن و، چې د ژوند تر ټولې سختې ورځې یې پیل شوې، فرېب ورکړل شو او پرله پسې پنځه کاله طالب قوماندانانو ترې جنسي استفاده وکړه.
دی زیاتوي چې یوازې دی نه و، چې طالب قوماندانو ور سره یاد ناوړه عمل کاوه، بلکې په لسګونو نور داسې ښکلي او رنګه داره ځوانان هم و، چې دوی به ترې په زوره جنسي استفاده کوله، چې دا هر څه یې په خپلو سترګو لیدلي دي.
زبیر وایې د ښوونځي په اتم ټولګي کې یې زده کړې کولې، د څه باندې دیارلسو کلونو په عمر به و، چې یو کلیوال ور پسې شو، ویل یې درس پرېږده زه له هېواده بهر د تګ چاره درته جوړوم.
« دغه سړی چې زموږ نېږدې کلیوال و، له ما نه ډېر په عمر کې مشر و، لدې وړاندې یې پر ما کوم غرض نه لرلو، یو دم یې له ما سره تماسونه ډېر کړل، بیخي خوږ چلند به یې کاوه، چېرته به یې چې ولیدم کوشش به یې کولو د خبرو لپاره فرصت پیداکړي، ده به چې کله له ما سره خبر کولې نو ځان به یې زما او زما د کورنۍ خواخوږی ګڼلو او ویل به یې چې زه به هېڅکله هم داسې مشوره در نکړم چې ستا او یا ستا د کورنۍ په زیان وي، که خدای مه کړه داسې یو کار وکړم، نو زه به ستا کورنۍ ته څنګه سترګې نیسم»
زبیر په خپلو خبرو کې زیاتوي چې دغه سړي راته یو خیالي ژوند جوړ کړو او راته ویل به یې له هېواده بهر لاړ شه، په تګ کې در سره زه مرسته کوم او ما هم باور پرې وکړو.
« خارج ته به دې بوځم، ژوند به دې جوړ شي، که غواړې زده کړه وکړې، زده کړې هم هلته کولای شې، ډېرې پیسې به وګټې، دې وطن کې هېڅ شی هم نشته، څو کاله پس به مو د فامیل کش برابر شي، ده راته ویل ترکیه ته تګ اوس ډېر اسان شوی دی، کولای شې له هغه ځایه کوم بل اروپایي هېواد ته هم لاړ شې»
زبیر وایې دغه سړي به تل ټینګار کاوه چې د دغو خبرو په تړاو هېچا ته هم څه ونه وایې، دی زیاتوي چې ما هم خبره له ځان سره کلکه وساتله او ‌ډاریدم چې فامیل مې خبر نه شي.
« د دغو خبرو په تړاو به هېچا ته هم څه نه وایې، دا خبرې به تر هغې زما او ستا تر منځ وي تر څو چې زه او ته له دغه ځایه روان شوي نه و، ما ور سره ومنله، ما به چې پوښتنه وکړه چې د کومې لارې او څه ډول ځو؟ ویل به یې دا کارونه ټول په ما دي، د لارې ټول مصرف زه کوم، خو دا ژمنه به را سره کوې چې هلته دې چې کار پیل کړو اول به زما پیسې راکوې، د دغه کلیوال خبرو راته نوي هیلې پیدا کړې وې، خو کاش د ده خبرې ریښتا وای»
زبیر په خپل دغه غږیز کلېپ کې وایې چې یو ورځ له دغه سړي سره په پټه له کوره ووتم.
« موږ دواړه په پټه له کوره ووتو، ده به راته ویل چې که په لارو چا پوښتنه درنه کوله، ورته وایې به چې دغه سړی مې کاکا دی ما هم همداسې کول، په موټر کې مو ښه پرېمانه مزل وکړو، یو وخت ګورم چې پولې ته ورسیدو، له پولې په اوښتو مو لږ پیاده مزل هم وکړو، د دغه سړي بد نیت همدلته راته معلوم شو، زموږ مخې ته یو دوه سیټه ډاډسن راغلی و او درې وسله وال کسان هم پکې و، کله چې ما له ده پوښتنه وکړه، چې دوی څوک دي؟ ویې ویل چې دوی موږ سره مرسته کوي چې ترکیه ته مو ورسوي، خو زه شکمن شوم»
زبیر وایې چې زموږ مخې ته راغلي کسان طالبان و، دوی له یو نیم ساعت مزل وروسته، زه او زموږ کلیوال په میرانشاه کې د طالبانو یو کمپ ته بوتلو.
« دغه کمپ ته په رسیدو زه پوه شوم، چې فرېب راکړل شوی، له خپل کلیوال مې پوښتنه وکړه ده همغه پخوانۍ خبره کوله چې دغه خلک ترکیه ته زموږ سره په تګ کې مرسته کوي.»
زبیر وایې له څو ورځو وروسته زه طالب قوماندانو ته حواله شوم خو زموږ کلیوال چې زه یې دغه ځای ته راوستلی وم دوه وارې مې دلته ولیدو.
« زموږ دغه کلیوال چې زه دغه ځای ته راوستلی وم، دائیمي پاتې نشو، دوه وارې مې ولیدو خو دا وروستي دوه کاله مې هېڅ ندی لیدلی، خو دومره معلومات لرم چې هغه اوس هم په کلي کې دی د طالبانو لپاره جلب و جذب کوي. ما دلته په لومړیو کې فکر کاوه چې ما به جنګ ته لیږي او یا به مې ځانمرګي برید ته اماده کوي خو داسې نه وه.»
زبیر زیاتوي چې زه د طالبانو یو قوماندان ته چې په سور قاري مشهور و، ور وسپارل شوم، دی وایې چې ‌ډېر کوشش مې وکړو له دغه ځایه د وتو لار پیدا کړم.
« سور قاري او د ده نورو ملګري چې ټول د طالبانو قوماندان و، زه یې ورسره ګرځولم، او څه وخت وروسته په لومړي ځل سور قاري را څخه په زوره جنسي استفاده وکړه، کله به هم چې ده ماته د دغه کار وړاندیز کولو ما به نه منلو او زه به یې په وهلو وهلو بې سده کړم، اخر لدې بد حالت سره بلد شوم، خلاصون مې نه و، باید هر څه مې ورسره منلي وای، په وروستیو دریو کلونو کې د سور قاري اخوا په دغه ځای کې هېڅ طالب قوماندان هم پاتې نه شو چې له ما سره یې دغه ناوړه کار نه وي کړی، زه لدې بد او ناوړه کار نه پدې خوښ وم، چې جنګ ته مې ولیږي خو کله به چې ورته وویل چط ما جنګ ته ولیږي دوی به په خندا ویل ستا ښایسته او نازک وجود جنګ ته ندی جوړ، ته چې دلته وې موږ در سره خوشاله یو، که څه هم د وسله والو طالبانو په دغه کمپ کې ټول پدې پوهیدل چې د دوی قوماندان له ما څه ډول استفاده کوي، خو په ښکاره هېچا هم څه نه ویل.»
زبیر وایې چې کله مې چې ږیره پر مخ راغله نو دوی به زه جنګ ته لیږلم، او ماته هم یو فرصت پیدا شو یوه ورځ مې ځان د ملي اردو عسکرو ته تسلیم کړو، اوس له خوشي کیدو وروسته په خپل کلي کې نه، د افغانستان د شمال په یو ولایت کې مزدوري کوم.
« له خپلې کورنۍ لیرې یم، مور، پلار، وروڼه او خویندې مې یادیږي، خو نشم کولای کلي ته لاړ شم، زبیر وایې پلار مې په سعودي عربستان کې مسافر و، ښې پیسې یې ګټلې، ماته یې ناز راکولو، تل به یې را ته ویل چې درس ووایه، هر څه چې غواړې زه یې درته کوم، پلار مې راته ویلي و، چې که نهم ټولګي ته کامیاب شوې کمپیوټر درلیږم. له هغه کلیوال مې ډار لرم چې زه یې بیولی وم، چې که ما وویني مخکې له مخکې به زما کار را خلاص کړي، خو قسم خورم چې ټوله هڅه مې دا ده چې د هغه پست او رذیل انسان نه به خپل غچ اخلم، څو ځله مې هڅه وکړه د خپل فامیل حال مې واخیستو، هغوی ما ورک لټوي، خو خبر ندي چې ماته خپل کلیوال چې اوس هم د دوی په څنګ کې اوسیږي دوکه راکړې او زه یې دې حال ته ورسولم چې اوس یې په ویلو شرمېږم.»
زبیر د خپلو خبرو په وروستی برخه کې وایې دغه خبرې مې ځکه تاسو ته ولیږلې، چې د طالب قوماندانو د ظلم او بد اخلاقیو څخه ټول وطنوال خبر شي، دی زیاتوي چې طالبان د دین او په هر بل نوم چې وي، نوي ځوانان غولوي او د خپل ځان په ګټه ترې هر ډول استفاده کوي.
زبیر وایې چې اړتیا وینې د خپل ټول ژوند دغه ترخه کیسه د نورو رسنیو سره هم شریکه کړي، د خپل کلي او کورنۍ معلومات ورکړي، دی زیاتوي چې که څه هم زموږ په ټولنه کې د داسې مسائلو په تړاو خبرې نه یوازې دا چې ما به مظلوم معرفي کړي، بلکې ډ‌ېر خلک به له ما کرکه او نفرت هم وکړي، خو په وینا یې دې هر څه ته چمتو یم ځکه زما هسې هم د خپل ژوند نه زړه تور دی.

Share this page to Telegram

Comments