زاخېلوال: ښه دا ده چې افغانان خپل هېواد ته ستانه شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په پاکستان کې د افغانستان ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پرانستو پولو هرکلی وکړ.
حضرت عمر زاخېلوال له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، افغان حکومت له پاکستان سره د پرانستو پولو هرکلی کوي خو ښه به دا وي چې پاکستان کې مېشت افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه همداراز د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر اغزن تار په غځولو نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کار یوازې خلک له یو بل بېلوي او پر ځای یې اړتیا ده چې پالیسیو کې بدلون راشي.
پاکستان فکر کوي چې اغزن تار به د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي، خو دا کار د ترهګرو مخه ځکه نه شي نیولی چې پاکستان د ترهګرو ملګرتیا کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments