زاخېلوال: پاکستان دې د باور فضا رامنځ ته کړي

comments 0

26 Views

هندوکش – پاکستان : پاکستان کې د افغانستان سفیر داکتر عمر زاخیلوال د پاکستان له ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه سره لیدلي.
پاکستان کې د افغانستان سفیر په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سره یې په دوه اړخیزه همکارۍ او د باور فضا په رامنځته کولو خبرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشری پاکستاني چارواکي افغانستان ته راغلي وو او د سولې تر څنګ په دوه اړخیزه همکاریو بحث شوی وو.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments