زابل کې ۹ وسله وال وژل شوي دي

comments 0

731 Views

هندوکش – زابل: چارواکي وايي چې په زابل کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۹ وسله وال وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، صفر درې ځانګړي قطعې ځواکونو تېره ورځ د زابل د شاجوی ولسوالۍ په لودين کلي کې عمليات کړي چې پر مهال يې ۹ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور نيول شوي دي.
سرچينه وایي چې په دې عملياتو کې افغان ځواکونو له وسله والو مخالفينو څخه وسلې او موټر سایکلونه هم نیولي او ټینګار کوي چې ولسي خلکو ته په عملیاتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments