زابل کې ۵تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

4 Views

هندوکش ــ زابل: د زابل ولایت ځایي امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ درې کلي کې د سیمه ییزو پولیسو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵تنه طالبان وژل شوي او ۴تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي هیله لري، چې طالبان به د کوچني اختر په رارسیدو سره اوربند وکړي او له تاوتریخوالي به لاس واخلي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments