زابل کې ۴۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

comments 0

45 Views

هندوکش ــ زابل: د زابل ولایت په شینکي ولسوالۍ کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه طالبان ټپیان شوي دي.
دزابل والي ویاند ګل اسلام سیال له رسینو سره په خبرو کې ویلي دي، چې په نوموړو عملیاتو  کې دوژل شوو طالبانو سربیره  ددوي یو شمیر وسلې او مهمات دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په یادو عملیاتو کې ملکي کسانو او افغان  ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments