زابل کې چورلکې بیړنۍ ناسته کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د ملي اردو چورلکې بېړنۍ ناسته کړې.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.
د سیال په خبره سیمې ته د ملي اردو ځواکونه رسېدلي او د الوتکې عملې ته کوم زیان نه دی اوښتی.
تراوسه د چورلکې د تخنیکي عوارضو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د چورلکې عمله روغه ده او ملي اردو خپل مرکز ته ستنه کړې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments