زابل کې پر روغتون د طالبانو برید / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

زه کلونه د طالبانو د حشتونو د داستانونو له لیکلو ستړی شوم، خو طالبان له خپلو وحشتونو ستړي نه دي او هرې ورځې په تیریدو د وحشت نوې بڼه راوباسي، داسې نوې بڼه چې انسانیت ورته حیران وي.
طالبانو د پنجشنبې په سهار زابل کې د ملي امنیت ریاست په هغې دوازه کې د موټر بم درنه چاودنه وکړه چې روغتون ورسره نږدې و، دا چې طالبانو د خپلو بادارانو په غوښتنه بمونه لوی کړی او زیات چاودیدونکي توکي موټر کې ځای په ځای کوي، نو ځکه یې مرګ ژوبله ډيره وي.
ایا طالبان له دې نه و خبر چې د دوی چاودنه درنه ده او ملکی روغتون به ویجاړ کړي.؟
ایا طالبان نه پوهیدل چې زابل یواځینی ملکي روغتون لري او هر بې وزله او غریب درملنه پکې کیږي.
ایا طالبان نه پوهیدل چې دا روغتون او وسایل یې د مرستو په پيسو جوړ شوي و؟
ایا طالبان نه پوهیدل چې دې روغتون کې هغه بې وزله مور ماشوم او سپين ږیری بستر دی چې شخصي روغتون کې د درملنې توان نه لري؟
ایا طالبان په دې نه پوهیدل چې که د دوی چاودنه لسګونه کسان ټپيآن کیږي، درملنه به یې چرته کیږي؟
ایا طالبان نه پوهیدل چې دلته د دوی موټر بم سلګونه کورنۍ په ویر کینوي؟
ایا طالبان نه پوهیدل چې د ملي امنیت له ریاست څخه څو ډوله موانع تاو دي او د دوی بم پرې کوم تاثیر نه شي کولی.
ایا طالبان و نه لیدل چې ماشومان او میندې په روغتون کې په سرو وینو ککړې پراته و؟
ایا طالبانو د روغتون ودانۍ و نه لیدله چې په مکمل ډول ویجاړه شوې؟
ایا طالبان د دې احساس لري چې که دا روغتون وران شو دا خلک به درملنه چرته وي؟
ښکاره خبره ده چې طالبان په دې هر څه پوهیدل، او دا هر څه د همدې لپاره کوي چې خلک و وژني، وحشت خپور کړي او د جګړې د دوام لپاره یو بله لار پيدا کړي.
زابل برید کې ټولو خلکو ویډیوګانې او عکسونه ولیدل چې قربانیان د روغتون ډاکټران، ناروغان او پایوازان و، خو له دې ټولو سره سره په سپين سترګۍ د خلکو قربانۍ باندې پسخند وهي او د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې خبره کوي.
تاسو ولیدل چې شاوخوا سل ملکي وګړي ټپيآن شوي و او شل نور شهیدان شوي و، نه شهیدان له چا پټ دي او نه ټپيآن، افغان ځواکونه وتوانیدل چې ټپيان د کندهار روغتون ته انتقال کړي او هلته یې درملنه وکړي.
طالبان په دې هر څه پوهیږي، خو اسلامیت، افغانیت او انسانیت ته ژمن نه دي، نو کله چې دا ډله هیڅ ډول انسانۍ او اسلامي ارزښت ته ژمن نه وي، نو بیا ولې ګیله ترې وشي، خو زما ګیله له هغو جاهلانو کیږي لا هم د طالبانو په لیکو کې کاذبو تبلیغاتو باندې تیروځي او یا د طالبانو ملاتړ کوي.
طالبان بیخي انسانان نه دي، خو مبارزه د اسلام او جهاد په نوم کوي، په داسې حال کې د اسلام دین او جهاد د دوی له ورانکارویو بیخي لیری دی او شرمیږي.

Share this page to Telegram

Comments