زابل کې وسله والو طالبانو ملکي وګړي وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کابل: د زابل امنیتي چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په شاه جوى ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د توغندیو په بریدونو كې ۱۳ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال په یوه خبر پاڼه کې ویلي، وسله والو طالبانو تېره ورځ له غرمې وروسته د شاه جوى ولسوالۍ په بازرګانو سيمه كې پر يوه اكمالاتي كاروان توغندي وتوغول، چې دوه توعندي هلته د میشتو کوچیانو په کېږدۍ ولکیدل.
سیال وایي، د دغه توعندیو د لګیدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون درې نته وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.
بايد یادونه وشي، چې هر كال په هېواد كې د دولت د وسله والو مخالفينو د هاوان مرميو، بامونو، ځانمرګو بریدونو، او د توغنديو بريدونو کې زیاته مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments