زابل کې مسموم کوونکي ډله ونیول شوه

comments 0

12 Views

هندوکش – زابل: زابل کې د پولیسو د مسمومولو لپاره ګومارل شوې ډله ونیول شوه.
د زابل امنيه قومندان محمد مصطفى مايار وايي، هغه درې تنه پوليس يې نيولي چې د زابل زندان کې د طالبانو د يوه قومندان محمد علي په غوښتنه یې د پنځوس زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې هوډ درلود چې پولیس مسموم کړي.
مايار وايي وسله والو ياد کسان په زندان کې په دې موخه ګمارلي وو، چې نور سرتيرى مسموم کړي او وروسته يي ووژني
د امنیه قوماندان په خبره نيول شویو کسانو په لومړنيو څيړنو کې پخپل جرم اعتراف کړى او د نورو څيړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شول.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments