زابل کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت وايي، په زابل کې ۱۱ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول تورن محمد عیسا صادق وایي، افغان ملي اردو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د زابل د شاه جوی ولسوالي اړوند “ګجرخېل” سيمه کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال يې څلور وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
شاجوی ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې د پوځ عملیات روان دي چې زیات شمېر طالبان پکې وژل شوي دي.
تېره ورځ هم د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې طالبان وژل شوي و او سیمې له طالبانو پاکې شوې وې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments