زابل کې زده کوونکو ته لیلیه جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: زابل کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت زده کوونکو ته لیلیه جوړیږي.
د زابل ولايتي چارواکي وايي، دغه لیلیه د مرکز کلات په شېخ متي ښوونځۍ کې جوړيږي چې پر یوه وخت به د ۳۰۰ کسانو د اوسېدو لپاره امکانات ولري.
د زابل والي رحمت الله یارمل وايي، د دې ودانۍ پر جوړېدو شاوخوا ۶۰ ميلونه افغانۍ لګښت راځي، چې د دولت له عادي بودیجې ورکول کيږي.
د زده کوونکو لپاره دا ليلیه چې څلور پوړه ده، د دو کلونو په جريان کي به جوړه شي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments