زابل کې د طالبانو په برید کې ۴ ملکیان وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.

comments 0

16 Views

هندوکش ــ زابل: د زابل امنیه قومانداني وايي چاودنه پرون ماښام د میزانې ولسوالۍ په خاک تپه سیمه کې د ملکیانو پر موټر شوې ده.
د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وویل: “دغه ماین د خاورې دښمنانو ځای پر ځای کړی و چې په چاودنه کې یې ۴ ملکیان وژل شوي او ۹ کسان ژوبل شوي دي. تر دې مخکې هم وسله‌والو مخالفانو په لیرې پرتو سیمو کې ورانکار فعالیتونه کړي دي.”
د زابل امنیه قوماندانۍ دغه‌راز وايي تېر ماښام په بله پېښه کې په یوه کور کې یو ماین پر هغو کسانو چاودلی چې غوښتل‌یې پر لارو یې ځای پر ځای کړي.
په پېښه کې ۳ ماین جوړوونکي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments