زابل کې د طالبانو رهبرۍ په کچه غړي وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: زابل کې د وژل شویو درې پنځوس طالبانو په ډله کې درې یې مهم چارواکي دي.
د زابل والي رحمت الله یارمل ویلي، د طالبانو مرستیال والي او دوه ولسوالان هغه مهال له درې پنځوس نورو طالبانو سره ووژل شول چې د دایچوپان ولسوالۍ د سقوط لپاره یې ډله ییز بریدونه وکړل.
یارمل وايي، افغان ځواکونو دفاعي جګړه کې د طالبانو مرستیال والي او دوه ولسوالانو په ګډون ټول درې پنځوس طالبان وژل شوي او اوه لس نور ټپیان دي.
د زابل والي زیاته کړه، جګړه کې شپږ امنیتي سرتېري هم وژل شوي خو ولسوالي له سقوطه ژغورل شوې ده.
له بلې خوا د طالبانو هغه خبر هم ادعا بلل شوې چې ګنې دای چوپان ولسوالي یې نیولې ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments