زابل کې د طالبانو برید ملکي وګړي شهیدان کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، تېره شپه طالب وسله والو د شاه جوی ولسوالۍ پر یوه کور هاوان مرمۍ توغول شوې، چې په پایله کې يې دوه ماشومان شهیدان شوي، یوه مېرمن او دوه ماشومان نور ټپيان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، په شاجوی ولوسالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
د سیال په خبره، جګړه د ملي اردو سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ تېره شپه رامنځته شوې، چې پر مهال یې څلور پنځه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د سیال په خبره د وسله والو یو شمېر وسلې هم پاتې شوي، خو د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments