زابل کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو 25 وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

14 Views

هندوکش – زابل: د کمانډو ځواکونو له لوري دغه عمليات د زابل په نوبهار او آټغر ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې ترسره شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحيي علوي وایي، چې په ترسره شويو عملياتو کې ۸ وسله وال وژل شوي، ۵ ژوبل شوي او ۱۷ نور له يو شمېر جنګي وسايل سره يو ځای نيول شوي دي.

د علوي په خبره عمليات کمانډو ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس ترسره کړي.

طالب وسله والو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments