زابل کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې دیوه سرګروپ په ګډون ۵تنه طالبان وژل شويدي

comments 0

1 Views

هندوکش – زابل: د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار د وسلوالو طالبانو یوې ډلې غوښتل دزابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې دیوه طالب سرګروپ په ګډون ۵تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکی زیاتوي، چې په ترسره شوو هوايي عملیاتو کې د۵ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۲تنه وسلوال طالبان ټپیان شوي او له دوي څخه یوه اندازه چاودیدونکي توکي هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوی وايي، افغان ځواکونه سولې ته ژمن دي او هیڅکله لومړی د دوی له لوري برید نه دي شوي، خو کله چې دطالبانو له لوري په افغان ځواکونوبریدونه کیږي نو دخپلې خاورې او خلکو ساتنې لپاره په هر ډول حالاتو کې چمتو او دفاع به کوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments