زابل کې دچهل دخترانو لیسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: په زابل ولایت کې دچهل دخترانو دلیسې په نوم نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دیادې جوړې شوې ودانې په پرانستو مراسمو کې دزابل والي رحمت الله یارمل ، قومي مشرانو، ځوانانو دمدنې ټولنو استازو ګډون کړي وو.
دزابل ولایت سیمه اییز چارواکي وایي،چې په یادې ودانۍ ۱۶ میلونه افغانۍ لګښت راغلي ۱۶درسي خوني لري .
ددې ودانۍ لګښت یې دهېواد له ملي بودیجې څخه ورکړل شوي دي، دوي وايي، چې نوموړې ودانې د۸ میاشتو په موده کې په اساسي شکل جوړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments