زابل کې دسیمه ایزې اردو ۱۰۰ تنه سرتیري له زده کړو وروسته دندو ته ستانه شول

comments 0

19 Views

هندوکش ــ زابل: په زابل ولایت کې دسیمه ایزې اردو سرتیري دلنډ مهماله نظامي زده ګړو له ترلاسه کولو وروسته دفراغت سندونه ورکړل او خپلو دندو ته ستانه شول.
دزابل ولایت ځايی چارواکي وايي، چې یاد سرتیري به دزابل ولایت په شاه جوي ولسوالۍ کې دندې ترسره کوي او ترډیره حده دسیمې امنیت لپاره موثر بلل شوي دي.
چارواکي وايي، چې یادو سرتیرو ته افغان ځانګړو ځواکونو نظامي تمرنیات ورکړي، چې په خپله دنده کې به یې عملي کړي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments