زابل کې ددولت ضد 24 وسله وال وژل شوي دي

comments 0

142 Views

هندوکش – زابل: په زابل کې امنیتي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ددولت ضد وسله والې ډلې 24 کسان وژل شوي دي.
د زابل امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار وايي، د نصرت ۹۷ په نامه عمليات چې له څلورو ورځو راهیسې روان دي، د تېرو دوو ورځو په لړ کې يې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه سخت ټپيان شوي دي.
د مايار په خبره په ټپیانو کې د وسله والو يو مشهور قوماندان، چې په اسير مشهور دی، هم شامل دی.
دغه عمليات د امنیتي ګډو ځواکونو په همغږۍ په ټول زابل کې روان دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments