زابل: نښتو کې طالبان وژل شوي

comments 0

4384 Views

هندوکش – زابل: زابل په شملزو ولسوالي کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن احمد صادق عیسي وایي د جګړې سیمې ته په وخت هوایي ځواک رسیدلی او طالبان یې سخت ځپلي دي.
عيسي وایي د طالبانو ترڅنګ د زابل پر شملزو ولسوالۍ د ډورنډ کرښې له هاغاړي پاکستاني پوځيانو هم د هاوانونو بريدونه پېل کړي دي.
په دغه جګړه کې تراوسه د لسو وسله والو طالبانو د وژل کیدو راپورونه خپاره شوي.
طالبانو د دې ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې وه، خو دا ولسوالي د طالبانو په هدیره بدله شوې او هیڅ پرمختګ یې نه دی کړی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments