زابل – قومي مشران: طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د بندیانو د خوشې کیدو خبر ناسم دی

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: وسله والو طالبانو خبر ورکړ چي د لوی اختر په مناسبت یې د خپل مشر په امر لسګونه هغه افغان سرتیری چې له دوي سره بندیان و خوشي کړی دی خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه او زیاته یې کړه چی هیڅوک نه دی خوشي شوي
د زابل ولایت قومی مشران او دیني عالمان هم وایي چې د نظامی کسانو له ډلي هیڅوک ندی خوشي شوي او وسله وال غواړی له دي لاري د ځان په ګټه تبلیغات وکړي
د حاجي محمد افضل په نوم یو قومی مشر رسنیو ته وویل دوي چي څومره معلومات ترلاسه کړي دا یوازې اوازی وې او حقیقت یې نه درلود.
د مولوی سمیع الله په نوم یو دینی عالم دا ډول اوازي خپرول نه یواځي ګټه نه کوی بلکه د بندیانو کورنۍ مایوسه او نا امیده کوي او په راتلونکي کې هم بیا د مخالفینو پر خبرو باور نه کوي
نوموړي وویل چې مخالفین باید له داسي کړنو لاس واخلي د دی ولایت یو شمیر نور اوسیدونکي وایي د افغانانو په کلتور کې بښنه او معافیت لوړ ځای لري او په دې برخه کی له حقیقته لیري خبري د افغان کلتور د زیانمنیدو سبب کیږي
دوي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوي هیله مند و چې دا کسان به رښتیا خوشې شوې وي خو وروسته چې پوه شول دا خبرې حقیقت نه وې دوي مایوسه کړل
دغه قومي مشران وايي طالبان د پردیو په خوله کار کوي او خپل واک نه لري
د زابل ولایت اوسیدونکي په داسي حال کې د بندیانو د خوشی کیدو په اړه د طالبانو د بې ځایه اوازو په اړه مایوسی او خفګان ښيي چې تر دي وړاندي هم وسله والو طالبانو په ښکاره یو څه ویلی دی خو په عمل کي یې د هغه پر ضد کارونه کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments