زابل: د هیواد د خپلواکۍ د ساتنې او پالنې تر ټولو غوره لاره تعلیم او اقتصادي وده ده

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: په داسي حال کې چې د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه د نورو کلونو څخه په زیات توپیر ونمانځل شوه د زابل ولایت اوسیدونکي او چارواکي د حکومت څخه د منني او همکاري تر څنګ وايي د ازادۍ د ساتنې او پالنې تر ټولو غوره لاره تعلیم او اقتصادي پیاوړتیا ده
د دې ولایت والي رحمت الله یارمل چې د دغې تاریخي ورځې په مناسبت یې د ولایت مقام مخ ته نوې رغول شوی جاده د استقلال په نوم کړه وویل چي مخکنیو مشرانو ازادۍ اخیستي ده او اوس یې باید نوی نسل ساتنه وکړی
نوموړی وویل چې افغان ځواکونه د هماغه مشرانو پر قدم روان دي او هیواد ساتي خو باید لا زیات کار او هڅې وشي
د زابل ولایت د پوهنتون ریاست مسوولین هم وايي دوي د خپلواکۍ د ساتني غوره لاره تعلیمی وده او پر ځان بسیا اقتصاد بولي او ځکه یې نو د کتابونو او د زابل د زراعتي محصولاتو یو نندارتون جوړ کړی دی
د دغه ریاست رییس رحمت الله کاکړ وویل چې د غازي امان الله خان هڅه داوه چې ملت پر ځان بسیا کړي او پدې برخه کي يې زیاتي هڅي کړي وي
د ښوونځي یو تن ماشوم نثارحمد د دې لپاره چې خلګ د هیواد طبعي زیرمو ته متوجه کړي په دې اړه یوه ښکلې ترانه ولوسته
د بورجان او احمدتواب په نومونو دوه تنه چې د ازادۍ د ورځې په بیلابیلو مراسمو کې يې برخه اخیستې وه وايي چې د مخکي کلونو په نسبت سږ کال ښه پروګرامونه جوړ شوی و چې دوي د مطالعې تر څنګ د زابل له زراعتي محصولاتو هم خبر شول
دوي وایي هیله من دي چې افغانان د نیکونو ګټلي ازادي د قلم او اقتصاد په مټ وساتي او لا یې پياوړي کړي
د زابل ولایت اوسیدونکي او چارواکي وایي په ولس کې ورځ تر بلې ملي احساس د پیاوړي کیدو په حال کې دي او دوي هیله من دي چې د افغانستان راتلونکی به روښانه او له خوښیو ډک وي
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments