ریکس ټیلرسن: د امریکا هڅې طالبانو ته زمونږ د پاتې کیدو یو پیغام دې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: فاکسن نیوز سره په مرکه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل طالبان باید دا ومني چې امریکایې ځواکونه افغانستان کې پاتې کیږي.
نوموړي دا څرګندونې یک شنبې ماښام فاکس نیوز خبري چینل سره په یوه مرکه کې کړي دي.
هغه زیاته کړه: چې افغانستان لپاره به د امریکا متحده ایالاتو ډپلوماتیک پروګرامونه او پراختیايي مرستې به هم بدلون وکړي، ځکه چې د دې هېواد د دولت جوړښت او څرنګوالی پر افغانانو پورې تړاو لري.
نوموړي وویل:«زمونږ هڅې ښیي چې مونږ له افغانستانه هیڅ ځاې ته نځو او دا ښیي چې مونږ غواړو افغانستان کې ووسو او موږ غواړو چې د افغانستان حکومت او د دې هېواد ځواکونو په ملاتړ جګړه وکړو».
نوموړي زیاته کړه چې طالبانو ته پکاره ده چې افغانستان سره سوله وکړي او بله لاره غوړه کړي.
هغه وویل زمونږ د ټولو هڅو موخه پر طالبانو فشار راوړل دي تر څو دا ډله وپوهیږي چې له جګرې لارې بریالي کېدی نشي، ښایې امریکا بریالۍ شي، خو طالبان به بریالي نشي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر افغانستان پر وړاندې خپله تګلاره په داګه کړه چې طالبانوته خبردارې ورکول شوې وو ترڅو له ترهګریزو کړنو لاس په سرشې او افغان حکومت سره د سولې لاره غوړه کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *