امریکا یو ځل بیا پاکستان ته خبردارې ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزیر د تړمپ نوي ستراتیژي په تړاو پاکستان ته خبردارې ورکړ.
نوموړې دغه څرګندونې تیره ورڅ خبریالانو سره په خبرو کې کړي دي.
ریکس تیلرسن زیاته کړه چې : که پاکستان د وسله والو پرضد اقدام ونه کړي پر مجازاتو به یې غور وشي ،ترڅوپه افغانستان کې روانه جګړه کنټرول شي.
نوموړي زیاته کړه: ، که پاکستان د وسله والو طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو پر ضد اقدام ونه کړي، واشنګټن به د اسلام اباد پر مجازاتو له سره غور وکړي، يا د غيرناټو د متحد موقف ورڅخه واخلي ،ترڅوپاکستان نورهم یواځې پاتي شي.
نوموړي واشنګتن کې خبریالو سره خبرې کولې.
هغه زیاته کړه: زموږ ترمنځ اعتماد کم شوى دى، ځکه موږ شاهدان يو چې تروريستي سازمانونو ته په پاکستان کې دننه خوندي مرکزونه برابر شوي چې پر امريکايي پوځيانو، امريکايي چارواکو حملې پلان او ترسره کړي، دغه راز په افغانستان کې دننه د سولې هڅې زيانمنې کړي.”
تیلرسن دغه خبرې په داسې حال کې کوي چې تیره ورځ دامریکا ولسمشرټرمپ وویل ،امریکا هغه هېواد ته چې ترورېستانو ته‌یې پناه ورکړې، میلیاردونه ډالر ورکړي دي ټرمپ وویل چې امریکا تر دې وروسته په دې اړه غلی نه‌شي پاتې کېدلای چې پاکستان د هغو ترورېستانو پناه ځای دی چې پر امریکايي وګړو او قواوو حملې کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *