ریال ماډریډ خپل تکړه لوبغاړی په دوه کلن پور بایرن مونیخ ته ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – اسپانیا: ریال مادرید فوتبال کلپ نه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې کولمبیایي لوبغاړی جیمز روډریکیس په ۲ کلن پور الماني مخکښ فوټبال کلب بایرن مونیخ ته ورکرل شوې دې.
دغه کلمبیایي فوتبالر په ۲۰۱۴ کال کې د ۷۱ میلیونو پونډو په بدل کې په ۶ کلن تړون سره هسپانوي کلب ریال ماډریډ سره یوځاې شو چې چې لوبو کې دومړه موثریت نه درلوده.
جیمز روډریکیس اوسمهال ۲۵ کاله عمر لري او تېر فصل یې یوازې د هسپانیې په لالیګا سیالیو کې د ریال ماډریډ کلب په ګټه ۲۲ سیالۍ ترسره کړې.
د بایرن مونیخ فوټبال ترڅنګ جیمز روډریکیس د انګلستان چیلسي او مانچسټریونایټیډ فوټبال کلبونو سره هم د یوځای کېدو په موخه په اړیکو کې وو.
کارل هینز د الماني مخکښ کلب بایرن مونیخ عمومي مشر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا د دوی د کلب د روزونکي کارلوس انسیلوټي یوه ستره هیله وه، چې روډریکیس بایرن مونیخ ته راولي.
د هینز په وینا، بایرن مونیخ فوټبال کلب په دې خوشحاله دي، چې د هسپانوي کلب ریال ماډریډ جیمز روډریکیس یې اخر هم جذب کړ.
ویل کیږي ریال ماډریډ فوټبال کلب ته د پخواني لوبغاړي زین الدین زیدان په راتګ د روډریکیس رول کم شوی وو.
فرانسوی زین الدین زیدان د تېر ۲۰۱۶کال په جنورۍ میاشت کې د رفل بینیټیس په ځای د هسپانوي کلب ریال ماډریډ روزونکی وټاکل شو.
توریالې سحر

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *