رویټرز: روسیه د امریکا ضد ورته اقدام ته چمتووالې لري

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: رویټرز خبري آژانس د روسي چارواکو له قوله لیکي چې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د نوي توغندي د ازموینې په ځواب کې امنیتي غونډه کړې ده.
د رویټرز خبري آژانس په وینا، ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې پر اردو غږ کړی چې د متحده ایالاتو د توغندیو ازموینو په ځواب کې ضد اقدام ته چمتو شي.
پوتین په دې ناسته کې ټینګار کړی چې روسیه نه غواړي د بل هېواد د وسلو سیالۍ ته ورګډ شي، بلکې پر دفاع وزارت او نورو دولتي څانګو یې غږ کړی چې د امریکا د نوي توغندي ګواښ تحلیل او تجزیه کړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments