رویټرز: امریکا غواړي سپاه پاسداران د ترهګرو په تور لیست کې اضافه کړي

comments 0

4 Views

هندوکش – امریکا: رویټرز خبري سرچینه لیکي چې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په نوم پوځي ځواک د امریکا له لوري د ترهګرو لیست کې شاملیږي چې ښايي له یو لړ بندیزونو سره هم مخ شي.

رویټر خبرې اژانس د درې امریکايي چارواکاو له خولې دغه رپوټ خپور چې د غه هېواد غواړي د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک د ترهګرو لیست ته ور زیات کړي.

ایران د امریکا هرې خبرې ته د رد او د جګړې په ځواب پیل کوي تردې وړاندې يې ویلي وو کچیري داسې څه رامنځ ته شي نو بیا به یې هم ځواب ډیر سخت وي

رویټرز ویلي په دې تړاو د امریکا پریکړه ټاکل شوې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا راتلونکې او د راتلوونکي دوشنبې په ورځ به علني شي.

په تېرو څو کلونو په ځانګړې توګه واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته څو وارې د هغه پلوی ګوند جمهوري غوښتونکو دا ډول رپوټونه ورکړي دي.

امریکا کې ددې پریکړي مخالف لوری ادعا کوي کچیري داسې ګام د ایران په وړاندې ترسره شي نو د امریکا نظامي او استخباراتي ځواکونو ته ناوړه پایلي لرلای شي

وروسته له هغه چې کله ټرمپ واک ته رسیږي نو دا لایحه يې په  لاسلیک سره  په قانون بدلوي، دا قانون د امریکا ولسمشر ته واک ورکوي چې پر سپاه پاسدارانو دا ډول تحریمونه ولګوي، چې له مخې يې امریکا کولای شي دا ځواکونه ‘تروریستي’ اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې د سپاه پاسداران ځواکونو مشر محمد علي جعفري د امریکا ددې ډول پریکړې په غبرګون کې ویلي و که د تروریستي ډلې په توګه د ایران د سپاه پاسدارانو پیژندلو په برخه کې د امریکا احمقانه پریکړې په اړه خبرونه سم وي، سپاه به هم امریکايي پوځ په ټوله نړۍ کې د داعش په څېر وګڼي.

محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments