روغتیا نړیوال سازمان: داسې ښکاري چې د کرونا ویروس به د تل لپاره پاتې شي

comments 0

5 Views

هندوکش ــ امریکا: د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې کورونا وېروس ښایي د تل لپاره پاتې شي. د دې ادارې د بېړنیو حالاتو د څانګې مشر مایکل راین وایي، کورونا وېروس هم ښایي د نورو وېروسونو په څېر د انساني ټولنې برخه وګرځي او هېڅکله هم په بشپړه توګه ورک نشي.
نوموړي په جنیوا کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته د اېچ ای وي وېروس مثال ورکړ چې ورک شوی نه دی، خو ټولنه ورسره عادي شوې ده او لا هم ګڼ شمېر کسان پرې اخته کېږي.
مایکل راین وایي، له واکسین پرته ښایي کلونه وخت ولګي چې د انسانانو د بدن دفاعي نظام کورونا وېروس سره د مبارزې توان پیدا کړي.
دا مهال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د واکسین جوړولو هڅې روانې دي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې ښایي هېڅکله هم د کورونا وېروس ضد واکسین جوړ نشي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments