روسیې کې اورلګیدنې 14 کسان وژلي دي

comments 0

2 Views

هندوکش – روسیه: روسي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د دوی په یوه کوچني اوبتل کې د اور لګېدنې له امله د سمندري ځواک د عملې ۱۴ تنه وژل شوي.
د روسیې دفاع وزارت په وینا، دې اوتبل د دوشنبې په ورځ د روسیې په اوبو کې څېړنې کولې چې پکې اور ولګېد او د عملې ۱۴ کسان لوګي ووژل.
وروسته دغه اور ووژل شو او اوبتل اوس د روسیې په سیوروموسک بندر کې ولاړ دی. د دې پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي. په ۲۰۰۰ کال کې هم د روسیې د سنمدري ځواک په یوه اوبتل کې د چاودنې له کبله د عملې ۱۱۸ تنه وژل شوي وو.
په وروستیو څو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په اوبتلونو کې دا ډول پېښو مرګ ژوبله اړولې ده.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments