روسیې په د افغانستان په شمال کې د داعش له پراخ حضوره خبر ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: روسیه وایي داعش ډلې د افغانستان په شمال کې پنځه زره وسله وال ځای پر ځای کړي دي.
د روسیې د فدرالي استخباراتو یوه چارواکي په پلازمینه دوشنبه کې ویلي چې داعش ډله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای شوې ده او ځان یې مرکزي اسیا او د روسیې پولو ته نږدې کړی دی.
د الکساندر بارتینکوف په خبره دمګړی په دغه سیمه کې تر پنځه زره داعش جنګیالي چې ډېری یې په سوریه او عراق کې جنګېدلي ځای پر ځای شوي دي.
هغه دداعش د فعالیتونو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې خو دا یې هم ویلي چې دوی د هر ډول تهدید پر وړاندې خپل اړین تیاری لري.
روسیې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې دداعش پر حضور اندېښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې وه چې ناپېژانده الوتکې په افغانستان کې ددغه ډلې جنګیالي له یوې سیمې بلې ته لېږدوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments