روسیې په افغانستان کې د داعش له شتونه خبر ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: روسیه وایي داعش ډله هڅه کوي په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د روسیې ددفاع وزیر سرګي شویګو ویلي امریکا په افغانستان کې نږدې دوه لسیزې تېرې کړې خو دغه هېواد ته یې امنیت او ثبات را نه ووست.
دده په وینا د امریکا د حضور تر څنګ په افغانستان کې داعش ډلې سر را پورته کړی او هڅه کوي په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
هغه داعش ډله د ټولې سیمې لپاره خطر بللې او د شانګهای پر غړو هېوادونو یې غږ کړی چې ددغه پدېدې پر ضد خپل اقدامات ترسره کړي.
نوموړي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده خو ټینګار یې کړی چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هغه مذاکرات افغانستان ته ثبات راوستی شي چې د افغانانو په خوښه او د افغانانو ترمنځ ترسره کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments