روسیې د همکاریو ژمنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: روسیې ویلي، د افغان شخړې د سیاسي حل لپاره له اسلام ‌اباد سره همکاري کوي.
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړي چې اسلام اباد او مسکو د داعش وسله ‌والې ډلې د پراخېدو په اړه اندېښمن دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروف دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا هلې ځلې پراخه شوي دي.
د زخاروف له دغه څرګندونو څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پاکستان ته لاړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې.
خو روسیه او پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنې دي چې د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments