روسیې د اوربند هرکلی کړی

comments 0

7 Views

هندوکش – کابل: د روسيې د بهرنیو چارو وزرت د افغان حکومت له لوري د اوربند غځولو هرکلی کړی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د افغانستان روانې جګړې ته د ورور وژنې نوم ورکړل شوی دی.
په خبر پاڼه کې هیله ښودل شوی چې د حکومت له لوري دغه نوښت به سوله ییز حل لارې ته د خبرو چوکاټ برابر کړي.
روسیې بهرنیو چارو وزارت دا مهمه ګڼلې چې د داعش پر ضد اوربند په شوې پریکړه کې نه دی شامل .
روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې له موجودیت اندېښنه لري او ویل کیږي طالبانو سره یې اړیکې د همدغو اندېښنو له امله دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments