روسیې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې ضمانت وښود

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: مسکو یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې ضمانت ته چمتو دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي که له روسیې وغوښتل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې ضمانت وکړي نو دوی چمتو دي.
د نوموړې په خبره روسیه غواړي چې په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات راشي نو ځکه په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي. تر دې وړاندې ګڼو طالب سرچینو هم رسنیو ته ویلي چې روسیه او پاکستان به ددغه تړون ضمانت کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا نه دي ویلي چې دغه تړون به چېرته او کله لاسلیکېږي. بل پلو دا هم نه ده روښانه شوې چې امریکا به د روسیې ضامن کېدل ومني او کنه. ځینې اروپايي هېوادونو هم تر دې وړاندې ویلي وو، چې د باور جوړولو او ضمانت په برخه کې چمتو دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments