روسیې ته دافغانستان نوي تګلارې په اړه امریکا وضاحت ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: د روسیې خبري آژانسونو په حواله امریکا روسیې ته د افغانستان په اړه د خپلې نوې ستراتۍ په اړه پوره وضاحت ورکړې دې.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت نه په خبر کې راغلي دي چې: په مسکو کې د امریکا سفیر د افغانستان او سیمې لپاره د واشنګټن د نوې ستراتېژۍ په اړه د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته معلومات ورکړي دي.
د روسیې انټرفاکس او د ایټرتاس خبري اژانسونو د راپورونو له مخې په مسکو کې د امریکا سفیر جان تیفت نن له مرستیال وزیر ایګورمورګولوف سره د دغې ستراتېژۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې اړه تر اوسه امریکایي استازو لخوا زیات معلومات ورکړل شوي نه دي.
خو ویل کیږي مورګولوف د دغې ستراتېژۍ پر ځینو اړخونو خپله او افغانستان کې د امریکا پر شتون اندېښنه بیان ښودلې ده.
نوموړي ویلي چې دغه تګلاره به لکه د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما د تګ لارې پر سرنوشت اخته شي چې هېڅ نتیجه‌یې نه‌ده لرلې.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوي تګلارې په اړه ناتو منشي، د ناتو غړو هیوادونو استازو، هندوستان او داسې نورو هیوادونو تردې مخکې مثبتي څرګندونې کړي دي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *