روسیې او قطر افغان سولې لپاره ژمنه وکړه

comments 0

18 Views

هندوکش – قطر: قطري رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یاد هېواد ته رسېدلی دی. نوموړي له خپل قطري سیال سره په لیدنه کې د ګڼو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله هم خبرې کړې دي.

سرګي لاوروف ویلي، دوی د افغانستان د سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته تیار دي، له همدې امله یې ددغه هېواد له ګاونډیو سره اړیکه ټینګه کړې او دوی یې په سوله کې همکارۍ ته هڅولي دي.

لاوروف ویلي، دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ روانې خبرې هم څاري او هیله لري چې دلته د جګړو د پای ته رسولو سبب شي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې دوی په افغان سوله کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته تیار دي.

دواړو لورو ژمنه کړې چې په همغږې توګه به د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کوي.

محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments