روسیه کې یو سړي اوه کسان چاړه په وسیله وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: سورګوت نومې ښار کې یو ځوان څو تنه په چاقو ټپیان کړي دي.
پیښه تیره ورځ د روسیې د سایبریا په سورکوت ښار کې رامنځته شوې ده.
ځانګړې کمیته چې د پیښې څیړنې په موخه جوړه شوې وایې بریدګر ۲۳ کاله عمر لري او د نوموړې د رواني روغتیا په اړه څیړنې روانې دي.
ویل کیږي چې بریدګر مخکې له دې چې د پولیسو په ډزو ووژل شي اووه کسان یې په چاړه ژوبل کړي. ځايي روغتیايي ادارې وايي، څلور ټپیان په ناوړه روغتیايي وضعیت کې دي.
داعش یا د اسلامي دولت وسله والې ډلې ادعا کړې چې برید دوی ترسره کړې خو روسي امنیتي اداره بیا داخبره ردوي او وایې چې پردې پیښې تروریستی شک نه لرو او ګومان نه کوي چې تروریستی انګیزه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د داعش وسله‎والې ډلې وړمه ورځ په هسپانیا کې هم د یو لړ هغو بریدونو مسؤلیت منلی و چې ۱۴ کسان په کې وژل شوي وو.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *