روسیه په افغانستان کې د امریکا د بریدونو هرکلی وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش:د روسيي د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري د نشه يي توکو د تولید پر فابریکو د هوايي بریدونو هرکلی کړی دی.

انټر فاکس خبري اژانس د روسیې بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، د امریکا دا ډول بریدونه د افغانستان پر وضعیت مثبت اغیز کولی شي او مسکو د نشه یي توکو پر ضد د امریکا د دا ډول اقدام هرکلی کوي.

انټر فاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچېنې په حواله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی لیکلي، مسکو افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید او قاچاق پر ضد له واشنګټن سره ګډو اقداماتو پر سر بحث ته چمتو دی.

روسیې وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې په دې ورستیو کې امریکايي ځواکونو هلمند کې د نشه يي موادو پر فابریکو بریدونه وکړل.

وړاندې تر دې روسیې په افغانستان کې د نشه یي موادو پر ضد د روسیې پر دریځ نیوکه درلوده چې ګنې مبارزه یې رښتینې نه ده.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *